امنیت

يو پوليس شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١ دپوليسو يو افسر پرون دنيمروز ولايت په يوه واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو. په دې چاودنه کې درې تنه نور پوليسان ټپيان شول . دغه ماين دنيمروز ولايت د خاش ولسوالۍ کې په سړک کې هغه وخت وچاوديد چې دپوليسو رنجر موټر پرې وخوت. دنيمروز ولايت دخاش ولسوال محمد هاشم نورزي د باختر آژانس خبريال ته وويل ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى . ده زياته کړه: تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستې خو ماينونه زياتره دوسله والو طالبانو له خوا کارول کيږي چې زياتره ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته