ورزش

دفوټسال دسياليو اتل مشخص کيږي .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دويکي سپورت اوشمس ميرزايي ټيمونو  په کابل کې درمضان دجام دفوټسال وروستي پړاو  ته لاره وموندله .
دبدنې  روزنې  اوسپورت درياست دخپرونو مسوول سيد نصرت دباختراژانس خبريال ته وويل په کابل کې تيره شپه درمضان جام دفوټسال  دسياليو په دوام دشمس  ميرزايي ټيم ددريو  په وړاندې په څلورو سره دوليعصر ټيم ته ماتې ورکړه او دويکي سپورت ټيم ددوو په وړاندې په دريو سره ديو ويشتمې پيړۍ پرټيم بريالى شو او دواړه بريالي ټيمونه ددغو سياليو وروستي  پړاو ته لاره وموندله .
  ټاکل شوې ده ددغو سياليو وروستي پړاو نن شپه ترسره شي  او اتل ټيم انتخابيږي .
ديادونې  وړ ده چې دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ دکابل په قلعه علي مردان کې دمولا علي په لوبغالي کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته