سیاست

“ناتو له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي”

-کابل باختر دلړم دمياشتې ٢١
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د بلجیم هېواد په پلازمېنه برکسل کې د ناتو سازمان له عمومي منشي ښاغلي ینس ستولیتنبرګ  او د شمالي انتلانتیک شورا د غړو هېوادونو له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضیعت او تر دوه زره شپاړسم کال وروسته له افغانستان سره د ناتو سازمان د غړو هېوادونو پر همکاریو خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغان امنیتي او د فاعي ځواکونه د افغانستان د امنیت د تامین وړتیا لري، خو په سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو ډېرېدو ته په پام د تروریزم د ځپلو لپاره د ناټو تړون د غړو هېوادونو دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ، چې د افغانستان دولت به د یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو د اصلاحاتو لپاره د نړېوالې ټولنې په همکارۍ یو هر اړخیز پروګرام تطبیق کړي.
د ملي امنیت سلاکار د ناتو سازمان له مشر او د شمالي انتلانتیک شورا له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د متحدو ایالتونو په څېر د افغانستان له خلکو او دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ناتو تړون سرمنشي او د شمالي انتلانتیک شورا غړو هېوادونو استازو د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې ناتو به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د افغانستان له دولت یې غوښتنه وکړه، چې راتلونکی د ناتو تړون تر سرمشریزې پورې دې په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اړین اصلاحات رامنځته کړي.
د ملي امنیت سلاکار د شمالي انتلانتیک شورا د غړو هېوادونو د استازو پوښتنو ته هم ځوابونه و ویل.
په پام کې ده چې د پنج شنبې د ورځې ناوخته د ملي امنیت سلاکار د اروپایي اتحادیې له مشر سره تر کتنې وروسته د اروپایي اتحادیې پارلمان ته هم وینا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته