سیاست

محمدعلم ايزديار د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د يو تن اوسيدونکى شکايت واوريد

کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
د مشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن دکابل ولايت دبگراميو ولسوالۍ
د ولسوال او امنيه قوماندان په شتون د دغې ولسوالۍ ديوتن اوسيدونکى شکايت
واوريد .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې د بګراميوولسوالۍ د بتخاک د اوسيدونکي عبدالوکيل يوه وارث د دغې ولسوالۍ د يوه زبر ځواک له خوا د خپلو ځمکو د غصب په باب خپلې ستونزې طرحه کړې او ويې ويل چې د دوى په لسګونوجريبه ځمکه د ملکيت د شرعي سندونوله شتون سره سره په دغې سيمه کې د زبرځواکو له خوا غصب شوې ده  خو د ولسوالۍ مسوولينو په دې لاره کې کوم عملي اقدام نه دى کړى .
وروسته د بګراميو ولسوال د خبرو په ترڅ کې زياته کړه: هغه مختلط هيئت چې د اړوندو ادارو له خوا په ساحه کې د دولتي املاکو د تثبيت په لاره کې ټاکل شوى و،  هيچا ونه  کړاى شول چې هيئت ته د ملکيت معتبر سندونه وړاندې کړي .
وروسته د سنا مجلس لومړي نايب دغه ستونزې په هېوادکې دڅه دپاسه دريو لسيزوجګړو د ناوړو اغيزو، دقانون دنه  واکمنۍ او په ځينو دولتي اداروکې دپراخ فساد دشتون زيږنده وبللې او څرګنده يې کړه چې موضوع دې دڅيړنې په مقصد په ليکلي ډول سترې محکمې، د دولت د قضاياوو لوى رياست او دکابل ولايت دبگراميو ولسوالۍ ته وسپارل شي او هم ټينګار وشو چې د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ دې د فرصت غوښتوونکوله خوا د دولتي ځمکو او د خلکو دملکيت دغصب مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته