ټولنه

دمارشال محمد قسيم فهيم پنځم تلين په کندز ښار کې ونمانځل شو

کابل باختر د کب شلمه :
دمارشال محمد قسيم فهيم پنځم تلين پرون په کندز ښار کې ونمانځل شو
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دملکي او پوځي مسوولينو، مجاهدينو ، دولايتي شورا او دعالمانو د شورا رييسانو ، مشرانو او ددغه ولايت ديوشمېر خلکو په ګډون جوړه شوې وه عبدالجبار نعيمي وويل چې مارشال محمد قسيم فهيم  يو زړه سوانده او هېوادپال شخص و ،  او دملي وحدت دټينګښت  په لاره کې دده هلې ځلې دافغانستان دټول ملت دستاينې  وړ دي.
نعيمي دافغانستان دارواښاد مارشال خبروته په اشارې سره وويل  ده ټينګار کاوه چې موږ بايد په خپل هېواد  کې ددايمي سولې دټينګښت مسوول واوسو نه د بهرنيو  هېوادونو . 
دکندز والي زياته کړه چې له رامنځته شويو فرصتونو څخه بايد مثبته استفاده وکړو او دمنفي افکارو په خاطر بايد جدي مبارزه وکړو .
په دې مراسمو کې نورو وينا والو دمارشال محمدقسيم فهيم دشخصيت او کارنامو په باب خبرې وکړې او هغه يې دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت له سنګردارانو  او بنسټ اښودونکو څخه وباله او دده  نه شتون يې دهېواد په روانو حالاتو کې يوه ستره  ضايعه وبلله .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته