امنیت

لس تنه طالبان په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي لومړي :
لس تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره  په جګړه کې ووژل شول .
  دغه جګړه تيره شپه  په ګرشګ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو  په امنيتي پوستو  بريد وکړ .
  دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې  په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ويل کيږي  په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ديوبل خبرله مخې  په هلمند ولايت کې پوځيان دوسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو د درېو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
  دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې . او له هغو څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې  ترلاسه شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته