امنیت

دطالبانو يو قوماندان له يوولسوتنو افرادو سره يې په پنجوايي کې ونيول شو.

کابل باختر د زمرۍ دمياشتې ٢٧ :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان نن له يوولسو تنو افرادو سره يې د قندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې  ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان عبدالستار چې وسله  والو مخالفينو  ته يې د وسلو او مهماتو په برابرولو او ويشلو ، په افغان ځواکونو دتروريستي بريدونو په طرحه کولو او له خلکو څخه په باج   اخستلو کې فعال رول درلود ، د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د ملي اردو دمنسوبينو دتصفيوي عملياتو په بهير کې له يوولسو تنو افرادو او يوې اندازې وسلو او مهماتو او يوه اندازې تبليغاتي پاڼو سره  په قندهار ولايت څخه  ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته