سیاست

سيد حسين عالمي بلخي : له هيواد څخه مهاجرت کم شوى دى.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير وويل : د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له هيواد څخه دمهاجرت شميربيخي کم شوى دى .
سيد حسين عالمي بلخي چې نن يې دپناه غوښتنې له نړيوالې ورځې سره جوخت دحکومتي رسنيو په مرکز کې په يوه غونډه کې خبرې کولې ،له هيواد څخه د مهاجرتونو دکمښت له عواملو سره تماس ونيوه او څرګنده يې کړه چې دټاپي پروژې دکارپيل د افغانستان او ايران دجمهورو رييسانو او هند د صدراعظم له خوا دچابهار بندر دتړون لاسليک کول، دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا دکارموندنې دپروګرام اعلام او دماليې وزارت له خوا په سلو کې د ٢١ ګمرکي او مالياتي عوايدو زياتوالى هغه عوامل دي چې خلکو په تيره بيا زموږ ځوانان يې دهيواد په ځلانده راتلوونکي او هغوې ته دکار د زمينې دبرابرولو هيله من کړي دي .
ده وويل : له بلې خوا دپناه غوښتوونکو پرمخ د اروپايي هيوادو دسرحدونو تړل او په اروپا کې دپناه غوښتوونکو دمنلو د شرايطو سختوالى هم زموږ دمهاجرتونو په کمښت کې مهم رول لوبولى دى .
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير وويل : په همدې حال کې هيوادته دپناه غوښتوونکو دراستنول هم کم شوي دي .
ده زياته کړه : دتيرکال په لومړيو شپږو مياشتو کې څه ناڅه ديرش زره تنه پناه غوښتوونکي هيواد ته راستانه شوي دي د روان کال په دې موده کې يوازې اووه زره دوه سوه تنه چې دپناه غوښتنې مدرک يې درلود ، هيوادته راستانه شول.
دغه راز په روان کال کې ٥٣٧١٦ افغان پناه غوښتوونکي چې مدرک يې نه درلود له ايران او پاکستان څخه هيوادنه راستانه شول.
بلخي وويل : د روان کال په بهير کې ٣٦٥٧ تنه پناه غوښتوونکي له اروپايي هيوادونو څخه په خپله خوښه هيوادته راستانه شول.
ده زياته کړه : له اروپايي هيوادونو څخه : د رساتنوونکو يو اوږد لست لرو چې هغوى د راستنيدو ټکټ او نورو اړتياو ته سرتګې په لار دي چې بايد ورته برابر شي.
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير وويل : په روان کې ٤٨٧٩٩ تنه دايران او پاکستان څخه په زور ايستل شوي دي .
دغه راز ده وويل ١٥٠٦١٢ داخلى بې ځايه شوې کورنۍ لرو چې په سختو شرايطو کې شپې سبا کوي.
په روان کال کې دکورنيو جګړو له امله څه ناڅه لس زره کورنې له خپلو کورونو څخه بې ځايه شوي دي .
ددغې غونډې په پاى کې دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير دخبريالانو ځينو پوښتنو ته ځواب ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته