کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٣
درې تنه پاکستانى طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه د وانت وايګل د ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت ونښته چې يرغلګرو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړ.
د هيواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې درې تنه پاکستانى تروريستان ووژل شول .
ده وويل يرغلګرو غوښتل چې د پوځيانو دسپرلى په کاروان بريد وکړى چې دامنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ