سیاست

جمهوررئیس غني د ټاکنو په پروسه کې د هلمند د خلکو د فعالې ونډې قدرداني وکړه

کابل باختر د لړم شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په لښکرګاه ښار کې د هلمند ولایت مشرانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې هغوی په ټاکنو کې د لاسوهنو څخه د مخنیوي، د هلمند ولایت د ځوانانو د وزګارتيادکچې د راټیټېدو، د اوبو د ذخېروي بندونو د جوړولو او د کاریزونو د فعالولو، د دغه ولایت د نفوسو په تناسب د حجاجو د ونډې د زیاتېدو، له فساد سره د مبارزې او د امنیتي او نظامي مسوولینو په استخدام کې د زورواکو د لاسوهنې د مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني په ټاکنو کې د فعال ګډون په خاطر د هلمند ولایت د مشرانو او خلکو د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، په ټاکنو کې لاسوهنه د منلو نه ده او هرڅوک چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي، د قانون او جمهوررئیس پر وړاندې درېدلي دي.
جمهوررئیس غني په ملکي او نظامي استخدامونو کې د زورواکو لاسوهنو ته په اشارې وویل، د ۲۱۵ میوند قول اردو د پیاوړي کېدو په حال کې ده او د استخدام په چارو کې هیڅ ډول مداخله ځای نه لري. هغه زیاته کړه، په پولیسو کې هم اصلاحات دوام لري او پایله به یې په ټول هېواد کې د ناامنیو د کمېدو لامل شي.
جمهوررئیس غني همداراز ژمنه وکړه د دغه ولایت د نفوسو په تناسب به د هلمند ولایت د جحاجو ونډه زیاته شي او د هلمند ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره دې د نوم لیکنې په پروسه کې ونډه واخلي، ترڅو د نفوسو د دقیق شمېر د روڼتیا لپاره زمینه برابره شي.
جمهوررئیس غني ټولو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، ولایتونو ته دې په دولتي بستونو کې د سرپرست له لېږلو څخه ډډه وکړي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته