کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
په بغلان ولايت کې نن دملي پوليسو يو څلويښت تنه منسوبين دفراغت سندونه ترلاسه کړل
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع دباختراژانس خبريال ته وويل :دپوليسو دغو منسوبينو دپوځي مسلکي ، دبشر دحقوقو او دقوانينو په برخو کې په څلورو اوونيوکې زده کړې کړي دي .
شجاع دغه راز زياته کړه چې دپوليسو دغه منسوبين دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دامنيت دتامينولو په خاطر په بيلابيلو قطعاتو او جزوتامونو کې به توظيف شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ