کابل باختر د مرغومي پنځمه :
هغه څلور تنه چې څه موده مخکې د نويد په نامه د يوه ماشوم د تښتونې په تور په فراه ولايت کې نيول شوي وو؛ نن په علني توګه محاکمه شول.
د فراه د ښاري محکمې رياست د شپږ کلن هلک نويد د تښتوني د تورنو قضيه د رسنيو په وړاندې پرانستله .
په دې غونډه کې چې د فراه د ابتداييه محکمې د رياست له خوا جوړه شوې وه؛ دغه قضيه له څيړنې وروسته د جزا د قانوني د اوومې مادې د لومړۍ فقرې له مخې پريکړه وشوه؛ هر يو داوود د نور احمد زوى د شپاړلسو کلونو او شپږو مياشتو په بند، يونس د نوراحمد زوى د يوولسو کلونو په بند، نور احمد د يوولسو کلونو په بند او فريدون د پنځلسو کلونو په بند محکوم شول .
دغه راز دغې محکمې غلام رسول د سرور زوى ته له لګول شويو تورونوڅخه برائت ورکړ.
په دې غونډه کې قاضيانو د خپلو تحقيقاتو نتيجې وړاندې کړې او د نويد پلار هم د دغوکسانو د سختو مجازاتو غوښتنه وکړه.
د محکمې پريکړه وروستۍ نه ده، تورن کولاى شي د محکمې په بل پړاوکې د ځانه دفاع وکړي.
0 1 دقیقه لوستل