امنیت

په بکوا ولسوالۍ د وسله والوطالبانو د پراخو بريدونوله امله ديارلس تنه پولسيان شهيدان شول

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
په فراه کې امنيتي مسوولين وايي چې تېره شپه د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ د وسله والوطالبانو د بريدله امله ديارلس تنه پوليسان شهيدان شول .
د بکوا ولسوال غوث الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له پخوا څخه د طرحه شوي پلان له مخې د بکوا په ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ چې په ساحه کې د دواړولورو ترمنځ دجګړې سبب شو .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: دوسله والوطالبانوپه دغه پراخ بريدکې د ديارلسو  تنو شهيدانوکسانومړي او دوه تنه نور له ځان سره ليږدولي دي.
ويل کيږي طالبانو د ولسوالۍ په  پوليسو نفوذ کړى و چې د دغې پيښې سبب شو .
د بکوا ولسوال زياته کړه: په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى  خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
ولسوال دغه راز زياته کړه: اوس په ساحه کې حالت عادي او طالبان له ولسوالۍ څخه په شا شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته