سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ ناسته کې، پر ځینو مهمو موضوعاتو پرېکړې وشوې

کابل، د مرغومي ۳مه، باختر 

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ او د ترانسپورټ او هوايي چلند او د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور د استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو په شتون ناسته ترسره شوه.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرو د نوبت د تنظیم او همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.

پر یادو موضوعاتو تر هر اړخیز بحث وروسته، پرېکړه شوې چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنایعو او معادنو خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. 

همدا رنګه، پرېکړه شوې چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو لپاره د کرایې ټاکلو کمېټې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی هم د دایمي غړي په توګه ور زیات کړل شي. 

په ناسته کې دغه راز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مکلف شوی چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرو لپاره د نوبت په موخه جوړ شوی طرزالعمل په جدیت سره په دوامدار ډول تطبیق کړي. 

د ناستې په پای کې، پرېکړه شوې چې د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې دې د اقتصادي معاونیت استازی هم د غړي په توګه ګډون وکړي او کمېټه دې خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته