امنیت

څوارلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د کب ١٨ مه/ باختر
څوارلس وسله وال طالبان په هلمند کې د خورو ورو نښتو په بهيرکې ووژل شول         او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
دغه نښتې په تېرو ٤٨ ساعتو کې په لښکرګاه ښار او د هلمند په ولسواليوکې رامنځته شوې دي.
په قندهارکې د ملي اردو د ځانګړو قطعاتو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو  خورو ورو نښتوکې ١٤وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شول.
دغه نښتې د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان د وسله والو طالبانو له بريد وروسته  رامنځته شوې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته