ټولنه

د کندز د فارمونو خاوندان د کبانو د واردولو د مخنيوى غوښتنه وکړه

کابل/ د ليندۍ ٣مه/باختر
په کندزکې د کبانو د فارمونو يوشمېر خاوندانو د دغه ولايت له ادارې څخه وغوښتل چې کندز او د هېواد د شمال ولايتونو ته دکبانو واردات محدود کړي.
دوى ادعا کوي چې د کبانو د روزنې په فارمونوکې پانګه اچونه کړې ده، خو د دوى محصولات په کندز او په ګاونډيو ولايتونوکې ښه بازار نه لري.
د کندز د سوداګرۍ او صنايعو د خونو وياند مسعود وحدت د فارم لرونکو له غوښتنو څخه په ملاتړ سره باختر آژانس ته وويل چې له بهر څخه د کبانو پر وارداتو د محدوديت په لګولو سره د کورنيو فارمونو د ودې لپاره زمينه برابرېږي.
د کبانو د فارمونو خاوندان وايي چې دوى په هېوادکې د کبانو د پلورنې لپاره مناسب بازار نه لري، له همدې امله له دولت څخه غواړي چې له بهر څخه د کبانو واردول محدود کړي.
د يادونې وړ ده چې په کندزکې د کبانو د روزنې١٣٠ فارمونه فعاليت کوي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته