جلال آباد / باختر/ د وري دمياشتې٦ مه
د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په هغوعملياتو کې چې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ترسره شول، له امله يې ۸۷ تته داعشيان ووژل شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په هغو عملياتو کې چې د اچين ولسوالۍ په عبدالخليل سيمه کې ترسره شول، د فاروق اسلم په نامه ديوه پنجابي قوماندان په ګډون ۸۷ تنه داعشيان ووژل شول او څو تنه نور چې شمېر يې تر اوسه پورې معلوم نه دى، ټپيان شوي دي.
د يو بل خبرله مخې:
د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان پرون په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
ده په دغه ولايت کې د څلويښتو تنو وسله والو طالبانو مشري په غاړه لرله او په ننګرهار او هغه څېرمه ولايتونو کې د زياترو تروريستي بريدونو طراح بلل کېږي.
پاى ذکرالله