سیاست

دپاکستان سفير دماليې له وزير سره په کتنه په افغانستان کې دپاکستان د پرمختيايي پروژو د بشپړولو ډاډ ورکړ.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
په هغې کتنه کې چې نن دافغانستان دماليې دوزير اکليل حکيمي او په کابل کې دپاکستان دسفير سيد ابرار حسين ترمنځ وشوه ددغه هيواد دپرمختيايي پروژو په باب خبرې وشوې.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې دواړو لورو ددغه هيواد دپرمختيايي پروژو په تيره بيادکابل، لوګر او دننګرهار په ولايتونو کې د دريو روغتونونو دودانيو د جوړولو د پروژو چټک بشپړيدو ،د رحمان بابا دعالي ليسې دليلې د ودانۍ دجوړولو او دعلاقې وړ نورو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.
دپاکستان سفير په نږدې راتلوونکي کې ددغو پروژو دبشپړولو او دهغو دوسايلو او تجهيزاتو دبرابرولو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته