امنیت

په زابل کې د درندو وسلو د ډزو له امله پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د زابل ولايت د مرکز قلات ښار په مربوطاتوکې د ډيسي توپ د ډزې له امله د سيمې پنځه تنه اوسيدونکي ټپيان شول .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو په قلات ښارکې په پوځي تاسيساتو د توپ ډزه وکړه .
د ده د څرګندونوله مخې: د دغې ډزې له امله د سيمې پنځه تنه ملکي وګړي  ټپيان شوي دي .
خبرځاى وويل: د پيښې په باب څيړنې او پلټنې پيل شوې او تراوسه پورې په دې  اړوند څوک نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته