کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه د ديورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو ته دسرزيان نه دى اوښتى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ