امنیت

اووه تنه ماين ايښوونکي ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

په کندهار ولايت کې اووه تنه ماين ايښودونکي ووژل شول .

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته خبرورکړ، هغه درې تنه  چې ددغه ولايت دژيړي ولسوالۍ دسياه جوي دسيمې په واټ کې  په ماين ايښودلو بوخت وو دبهرنيو ځواکونو له خوا وپيژندل شول او بريد ورباندې وشو او ووژل شول.

 دغه راز درې تنه نور ماين ايښودونکي پرون  دکندهار ولايت  په ميوند ولسوالۍ کې  په واټ کې  دماين ايښودلو په وخت کې ددوى له خوا دايښودل شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول   او مړي يې  دملي امنيت دمنسوبينو له خوادميوندولسوالۍ مرکز ته وليږدول شول .

ديوبل خبرله مخې، يو بل ماين ايښودونکي هم دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالۍ کې  کله يې چې په يوه واټ کې ماين ښخاوه ماين وچاوديد او ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته