امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان په هرات ولايت کې ووژل شو .

کابل باختر د لړم  نهمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يومشهور قوماندان دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې  ووژل شو .
دوسله والو طالبانو دډلې  په دغه قوماندان چې په شينډنډ ولسوالۍ کې د زياترو تروريستي او ورانکارو بريدونو مسوول  و، دشينډنډ ولسوالۍ دعزيز اباد په سيمه کې  دمير حيدر په کوڅه کې دظفر قول اردو دلومړي لوا دشپږم کندک د ځواکونو په عمليات کې بريد وشو .
په دې  نښته کې ملا ابوذر ووژل  او دده دوه تنه ملګري  ټپيان شول  او يوه کلاشينکوف هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته