کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د پاکستان د اردو لوى درستيز نن په يو ناڅاپي سفرکې کابل ته را ورسيد.
کابل ته د راحيل شريف سفر په داسې حال کې کيږي چې پرون ١٤١ تنه چې زياتره يې ماشومان وو؛ د پاکستان په پيښورکې په يو تروريستي بريدکې ووژل شول.
له دغې پيښې وروسته د پاکستان صدراعظم نواز شريف له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
سياسي کارپوهان وايي چې کابل ته د راحيل شريف سفر به د تروريزم پرخلاف د مبارزې په لاره کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د همکاريو د لرليد په باب متمرکز وي.
يوه امنيتي خبرځاى چې وې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل: راحيل شريف له خپل افغان سيال جنرال شيرمحمد کريمي سره په خبرو بوخت دى.
ګومان کيږي چې د ملي دفاع وزارت نن ناوخته د افغانستان او پاکستان د لويو درستيزانو د خبرونو جزييات بيان کړي.
له دوو مياشتو څخه په لنډه موده کې دا دويم ځل دى چې راحيل شريف کابل ته سفرکوي.
2 1 دقیقه لوستل