امنیت

په شينډنډ کې پوځي عمليات پاى ته ورسيد .

کابل باختر دسلواغې  اتمه :
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيد .
په دغو عملياتو کې ددښمن  درې قرارګاوې دړې وړې شوي او دطالبانو دډلې ددريو تنو کليدي قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
  تيره شپه هم دشينډنډ ولسوالۍ دبرمکان او دامارت په ساحو کې  دکوماندويي عملياتو په نتيجه کې ددښمن دوه قرارګاوې چې دتروريستي بريدونو  دقوماندانۍ  مرکز و ،  دړې وړې شوې او  په هغو کې په سلګونه ماينونه اويوه زياته اندازه مهمات له منځه يوړل شول .
په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان هم ووژل شول .داپه داسې حال کې ده چې دهرات  په ختيځو ولسواليو کې دامنيتي ځواکونو عمليات هم مثبتې نتيجې لرلې .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته