امنیت

دوه تنه قومي مخور دطالبانو له خوا وتښتول شول .

کابل باختر دسلواغي اتمه
طالبانو دوه تنه قومي مخور دکونړ ولايت  دماڼوګي ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول .
  دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض نذيري باختر اژانس  ته وويل دچپې دري  ولسوالۍ دوه تنه قومي مخور حاجي علي رحمن او حاجي مير احمد خان پرون کله چې له ولسوالۍ څخه مرکز ته روان وو دماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دطالبانو له خوا له دولت سره دهمکاري په تور وتښتول شول .
  نذيري زياته کړه دسيمي قومي مشران هلې ځلې  کوي چې په دې اړوند منځګړيتوب  وکړي چې دغه دوه تنه قومي مخور دطالبانو له منګولو څخه ازاد کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته