سیاست

جمهور رئیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن له افغان ربات جوړونکو نجونو سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن نن غرمه د هېواد له ربات جوړونکو نجونو سره چې د امریکا متحدوایالاتو په وروستیو نړیوالو سیالیو کې یې د زړورتیا دویم مقام ترلاسه کړ، وکتل او له هغوی سره یې غرمنۍ وخوړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ربات جوړونکو نجونو ډلې په خپلو لاسونو د جوړو شویو رباتونو په اړه  جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د دغه مقام ترلاسه کولو له امله د دغه ټیم مسوولې رویا محبوب، روزونکي علیرضا مهربان او د ربات جوړونکو ډلې غړو او د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: تاسو د افغانستان  نوی انځور نړۍ ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس زیاته کړه، افغان نجونې نوښتګرې او انګېزه لرونکې دي او د خپل هېواد په راتلونکي باوري دي، تاسو د افغانستان ټولو زده کوونکو او نجوتو ته د تحرک ښه بېلګه یاست. هغه افغان ربات جوړونکې نجونې د هېواد د ټکنالوژۍ مخکښې وبللې او ويې ویل، تاسې لاره پرانیسته چې نور یې تعقیب کړي.
جمهوررئیس غني د ټکنالوژۍ او ساینس په برخه کې د بنیادي طرحو هرکلی وکړ او ويې ویل، دا ډول طرحې د ټکنالوژۍ په برخه کې د سالمې سیالۍ زمینه برابرولې شي او په دې برخه کې باید با استعداده زده کونکي تشخیص شي.
په دې کتنه کې، د هېواد لومړۍ مېرمن هم د ربات جوړونکو ډلې غړو او د افغانستان ټولو خلکو ته په نړیواله سیالۍ کې د زړه ورتیا دویم مقام ترلاسه کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، افغان نجونو ستاسو له دغه حرکت څخه درس اخیستی او ستاسو لاسته راوړنې د زده کړې ترلاسه کولو لپاره د تحرک لامل شوي.
په دې کتنه کې د افغان ربات جوړونکو ډلې روزونکي او د دې ډلې یوشمېر غړو خبرې وکړې او د هېواد ځوانانو په ځانګړي ډول افغان نجونو ته د جمهوررئیس او د هېواد د لومړۍ مېرمن له پاملرنې یې مننه وکړه. د ربات جوړونکو ډلې روزونکي او غړو له دولت څخه د مادي او معنوي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ربات جوړونکو ټیم وویل: ویاړو چې افغانان یوو او غواړو چې خپل تحصیل ته دوام ورکړو چې په راتلونکي کې خپلې تجربې او پوهه له ټولو سره شریک کړو.
جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن د ربات جوړونکو ډلې له غړو سره له خپلو شخصي شتمنیو څخه تشویقي مرستې وکړې او همداراز د ربات جوړونکي مرکز د تقویې لپاره یې د دغه ټیم روزونکي ته نغدې پیسې هم ورکړې.
په پای کې جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن د ربات جوړونکې ډلې له غړو او روزونکي  سره یو ځای د ارګ ځینې تاریخي ځایونه ولیدل.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته