امنیت

دکابل پوليسو دعزيز الله کاروان دوژنې په اړوند يو تن ونيوه

کابل باختر د چنګاښ  اوولسمه :
دکابل پوليسو  دپکتيکا دخاصې قطعې  دپخواني قوماندان عزيز الله کاروان دوژل کيدو په تړاو يو تن نيولى دى .
  دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال  محمد داود امين وويل چې پوليسو دپکتيکا دپوليسو دخاصې قطعې  دپخواني  قوماندان دوژل کيدو په اړوند يو تن نيولى دى  چې دتحقيقاتو په موخه دملي   امنيت  دادارې ته استول شوى دى .
  جنرال محمد داود امين په دې اړوند زېاتې  څرګندونې  ونه کړې   . 
دپکتيکا  دپوليسو دخاصې قطعې  په پخواني قوماندان عزيز الله کاروان دروان کال دچنګاښ دمياشتې په اوومه نيټۀ دپنجشنبې په شپه دکابل ښار ددريم  مکروريان په فردوسي   پارک کې بريد وشو او ووژل شو .
وسله  والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى دى .
په عزيز الله کاروان چې په پکتيکا ولايت کې يې دطالبانو پرخلاف په لسګونو عمليات پلان او رهبري کړي وو پخوا هم درې ځلې  ځانمرګي  اوبمي بريدونه شوي وو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته