امنیت

د ناټو د شپږو تنو سرتيرو په ګډون اتلس تنه په پروان ولايت کې دځانمرګي بريد له امله ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ اوولسمه :
په پروان ولايت کې د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن سهار وشو١٢ تنه شهيدان او ٩ تنه نور ټپيان شول
دغه راز په دې بريدکې د ناټو شپږ تنه پوځيان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
  د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال ضيا الرحمن سيد خيلي د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت وشوه چې يو ځانمرګي يرغلګر کوونکي له ځان سره  چاوديدونکي توکي د پوليسو دځواکونو  ملکي وګړو او د ناټو دځواکونوترمنځ دبګرام  ولسوالۍ دقلندر خيلو روغتيايي کلينيک په وړاندې وچول.
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې دوه تنه پوليسان او لس تنه ملکي وګړي شهيدان او د يوه پوليس په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړه: په دې بريدکې دناټو شپږ تنه سرتيري ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه پيښه دبګرام ولسوالي دقلندر خيلو د روغتيايي کلينيک په وړاندې له هغه وروسته وشوه چې دپوليسو او د ناټو ځواکونه دهغه توغندي د توغولو په څيړنه بوخت وو چې تېره شپه له دې ساحې څخه په هوايي ډګر توغول شوى و.
خبرځاى زياته کړه: د دغې پيښې زياتره قربانيان ښځې ماشومان اوملکي وګړي وو چې دقلندر خيلو روغتيايي کلينيک ته  ورغلي وو .
په همدې  حال کې د پروان ولايت دعامې روغتيا رييس ددغه ولايت ملکي روغتون ته د دغې پيښې د ټپيانو دليږدونې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته