سیاستخبرونهاقتصادتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د زیاتو اوبلن ګازو په تورید سره به موږ د هېواد په بازارونو کې د هغه د بیې د کمښت شاهدان و اوسو

کابل، د زمري ۴ مه، باختر

اسلامي امارت د هېواد په بازارونو کې د تېلو او ګازو د بیې د راټيټېدو لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي چې له ایران څخه د تېلو پېرودل او له  ترکمنستان څخه د ګازو د وارداتو زیاتوالی د دغو پروګرامونو یوه برخه ده.

د باختر آژانس مبصر لیکي: په دغو وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې صعودي تګلوری درلود. د سوند د دغو دوو توکو د بیې لوړوالی د خلکو په ژوندانه مستقیمه اغېزه لري او په هېواد کې د نورو مالونو او خوراکي توکو د بیو د لوړېدا سبب شوی دی، په تېره بیا د ښاري ټرانسپورټ د کرایې او په لویو لارو کې د مالونو د لېږدونې کرایه لوړه کړې ده.

اسلامي امارت پر دې ستونزې د بریالیتوب په موخه یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې ونیول چې د هغو په تطبیقولو سره تمه ده چې په هېواد کې د سوند د دغو توکو بیې کمښت ومومي او تر یوې اندازې پورې د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

د ریاست الوزرا د لومړي معاونیت دفتر پرون د صنعت او سوداګری، د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د جګپوړو سلاکارانو د سټندرد ملي ادارې او د افغانستان د تېلو او اوبلن ګازو د دولتي شرکت د استازو له ګډې غونډې وروسته له ترکمنستان څخه د اوبلن ګازو د واردونکو شرکټونو ژمنې وڅېړلې او د سوند د دغه توکي پر زیات واردولو او په یوې مناسبې بیې د هغه پ پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.

ټاکل شوې ده واردونکي شرکتونه لسګونه زره ټنه اوبلن ګاز چې د هېواد په بندرونوکې دي، له حیرتانو، آقینې او د تورغوندي بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي او دغه راز په نږدې ورځو کې زرګونه ټنه نورګاز هم له ترکمنستان څخه وپيري او هېواد ته به یې ولېږدوي.

د اسلامي امارت مقامات هیله لري چې د دغو ګازو په واردولو سره د هېواد په بازارونو د کې د ګازو د بیې د زیات کمښت شاهدان و اوسو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د مالیې وزارت د هېواد په بازارونو کې د تېلو د بیې د زیاتوالي د مخنیوي لپاره له ایران سره د ۲۵۰ زرو ټنو تېلو د پېرودنې ټړون لاسلیک کړ.

باید وویل شي چې په هېواد کې د سوند توکو د بیې زیاتوالی د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې په ګډون زیات عوامل لري چې دغې جګړې د غلو دانو او د سوند توکو بیې په نړۍ کې په بې سارې ډول لوړې کړې چې په افغانستان یې هم اغېزه کړې ده.

په هېواد کې د سوند او د خوراکي توکو د بیې زیاتوالي نور عوامل هم لري، د یوشمېر واردونکو شرکتونو مافیايي رول، د واردونکو شرکتونو ترمنځ نا سالمه سیالي او د سوند توکو د بیې د زیاتوالي لپاره د دغو شرکتونو ترمنځ همغږۍ د دغو سوند توکو احتکار او بهرته د هغه قاچاقول هم د سوند توکو د بیې په زیاتوالي اغېزه لري.

د هېواد خلک په دې بارو دي چې د تېلو او ګازو په تجارت کې استفاده غوښتونکي کسان هم لاس لري چې په خپله خوښه بیه ټاکي او نفتي توکي د ځان په ګټه په بازارکې کنټرولوي.

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د آزاد بازار په رعایتولو د حکومت تکیه او په هغه کې نه لاس وهنه استفاده غوښتونکي زړور کړي دي او هغه څه یې چې زړه غواړي ترسره کوي. په داسې حال کې چې زیاتې ټولنې آن بډای هېوادونه چې په آزاد بازار باور لري، دولت په ځانګړو مواردو کې په بازار کې د مداخلې حق ځان ته خوندي بللی دی.

یوشمېرکاپوهان هم د سوند توکو په ګډون د ځینو لګښتي توکو د واردولو مسئلې حساسیت ته په پاملرنې سره په بازارکې د حکومت مداخله د یوسیال په توګه مهم بولي آن یوشمېرکسان په دې بارو لري چې حکومت د پځوا په شان د تېلو او ګازو په ګدون د یوشمېرمالونو واردول په خپل انحصار کې ونیسي چې د تېلو او ګازو بیې له نوساناتو سره مخ نشي، ځکه په بازار کې د حکومت په شتون سره د خصوصي برخې شرکتونه نشي کولای د بیې په ټاکنې معامله وکړي.

د اقتصادي کارپوهانو په نظر، دغه کارنشي کولای د حکومتي اقتصاد تعریف وي خو د انحصاري واردولو او یا هم د بیو د تنظیمولو او د قوانینو په جوړولو سره د حکومت مداخله کولای شي چې په بازار کې د نوساناتو ستونزه یو څه حل کړي.

په بازار کې مداخله یا هم د نویو قوانینو رامنځته کول او د پخوانیو قوانینو تعلیقول هم د هغو تدبیرونو یوه برخه ده چې حکومتونه د ځینو لګښتي مالونو د بیې د مدیریت لپاره ترلاس لاندې نیسي. سره له دې چې اسلامي امارت په بازار کې د مداخلې لپاره فکر او کوم پروګرام نه لري، خو د بازار د کنټرول او د استفاده غوښتونکو د لاسونو د لنډولو د کنټرول لپاره د تدبیرونو نیول یو ضروري کار دی .

د احتیاطي تدبیرونو نیول او یا د بدیلو پروګرامونو جوړل کولای شي د هغو کسانو د ځان غوښتنې او ګټې غوښتنې په وړاندې ځواب وي چې عامه ګټې په پام کې نه نیسي او د خلکو له مجبوریتونو او د پېرودنې په بازار کې د ګنې ګوڼې په استفادې سره خپلې ګټې په پام کې نیسي.

دغه کارد اسلامي امارت له نظرڅخه پټ نه دی، لکه څرنګه چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د چنګاښ په ۱۴ مه نېټه په هېواد کې د تېلو او اوبلن ګازو د بیو په زیاتوالي سره د تېلو او ګازو د بیو په لوړولو کې د ځينو کړیو د لاس لرلو خبر ورکړ او په یوه اعلامیه کې یې ویلي و چې د تېلو د بیې په لوړېدا کې د ځینو کړیو د لاس لرلو په اړه رپوټونه ترلاسه کړي دي.

په اعلامیه کې ټينګار شوی دی چې د دغه حالت د ثابتېدو په صورت کې له عاملینو سره یې جدي چلند کېږي، دا د دې ښکارندوی دی چې د واردولو او پلورنې په بازار کې څارنه شته .

له ایران څخه د تیلو پېرودل او وروسته هم د زیاتو ګازو د واردولو او په بازارکې د پلورنې د مدیریت لپاره د صنعت او سوداګری وزارت، د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د جګپوړو سلاکارانو، د سټندرد ملي دارې، د افغانستان د تېلو او اوبلن ګازو د دولتي شرکټ او د اوبلن ګازو د واردونکو شرکتونو ترمنځ د غونډې جوړول د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې ښیي په هېواد کې به د تېلو او ګازو بیې کنټرول شي او ډېر ژر به د دغو توکو بیه راټیټه شي .

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته