سیاست

جمهوررئیس د پکتیا مشرانو او استازو سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٢نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د پکتیامشرانو او استازو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. حاجي جهاني د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، د پکتیا مشران او ولسونه د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغه زیاته کړه، د تېرو څلوېښتو کلونو ناورین اساسي حل ته باید موثرې سوله ییزې لارې ولټول شي. ده له جمهور رئیس غني څخه پکتیا ته د وارداتي برېښنا د لېږد له امله د مننې ترڅنګ، د ګردېز ښار د سړکونو د پخولو لپاره ښاروالۍ ته د بودجې د ورکړې، له قول اردو سره د ځمکو د ستونزې د حل، د پکتیا د کدرونو د استخدام او نور وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل. جمهور رئیس غني یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم دی او د سولې مشورتي بورډ لپاره خپل استازي معرفي کړئ. هغه زیاته کړه، د مچلغو بند چارې پیل شوي. د جلغوزيو لومړۍ جوپه چین ته ورسېده. د زرمت سړک قراردادي شرکت د قرارداد شرایطو ته د نه پاملرنې له امله په تورلېست کې شامل شو، یاد قرارداد به نورو شرکتونو ته ورکړ شي اوله پکتیا سره ټولې شوې ژمنې به پر وخت پوره شي. محمد اشرف غني څرګنده کړه، پکتیا کې د مېلمستون او اداري کمپلکس د جوړولو لپاره بودجه ورکړ شوې. د زرمت د لویې لارې د امنیت په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې شوي. هغه زیاته کړه، له قول اردو سره د ځمکو د ستونزې د حل لپاره به ګډ پلاوی چې په ترکیب کې یې د پکتیا مشران هم شامل وي واستوي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته