کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
په غور ولايت کې نن د دوو قومونو ترمنځ دجګړې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د غور ولايت وياند عبدالحى خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د فيروزکوه ښار په شيويج کلي کې رامنځته شوه چې يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ده د څرګندونو له مخې: جګړه له نارندو وروسته ونښته او علت يې تراوسه پورې معلوم نه دى.
پوليسو وويلي چې د موضوع د روښانولو په خاطر تحقيقات پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ