کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧ :
يو ٣٠ کلن ځوان چې مخکې د فيض آباد ښار په دريمه ناحيه کې د يوې ترافيکي پيښې له امله فلج شوى و ، ځان وواژه .
د بدخشان ولايت د امنيي قوماندانۍ له جنائي جرمونوسره دمبارزې مدير
سمونوال سخيداد باختر آژانس ته وويل : د فريدون په نامه يو ٣٠ کلن ځوان چې اته مياشتې مخکې په يوه ترافيکي پيښه کې د ملا او پښو له ناحيو څخه فلج شوى و ، او دوه ماشومان يې درلودل چې دکورني تاوتريخوالي او دخپلوانو له خواد نا اميدۍ له امله تيره شپه يې دتومانچې په ډزو سره ځان وواژه.
خبرځاى زياته کړه : د وژل شوي کورنۍ وايي فريدون لومړى د ږيرې خريلو په چړې سره د خپل لاسونو اوپيښو رګونه پرې کړل او وروسته يې دتومانچې په ډزوسره ځان وواژه .
دپيښې په باب تحقيقات دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل