ټولنه

څلويښت زره کورنۍ له بريښنا څخه ګټه اخلي

کابلباختر د جوزا١١
د چمتلې له سب ستيشن څخه د ارغندي تر سب ستيشن پورې د ٢٢٠ کيلو ولته ډبل سرکټ د ليږدونې د پروژې په بشپړيدو سره څلويښت زره کورنۍ له بريښنا څخه ګټه اخلي.
د بريښنا شرکت د چمتلې له سب ستيشن څخه د کابل دجنوب لويديځ سب ستيشن ته (ارغندي ) د٢٢٠کيلو ولټه ډپل سرکټ د ليږدونې د مزو د غځولو د پروژې قرارداد نن له هندي کمپنۍ (کې ، اي ،سي) سره لاسليک کړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې قراردادکې د پروژې طرحه او ډيزاين او د موادو او تجهيزاتو ليږدونه د (مشبکو او استوانه يي فلزي) ستنو درول اوپه ستنو دڅلورسوه ملي متره مربع په مقطع د ډبل سرکټ د هوايي مزو غځول شامل دي؛ هيله کيږي دغه پروژه د ٢٠١٤ کال تر وروستيو وختو پورې پاى ته ورسيږي.
د دغو مزو اوږدوالى ديرش کيلومتره دى او ددغه قرارداد ټول ارزښت نولس اعشاريه شپږ سوه اته ويشت مليونه امريکايي ډالره کيږي چې د اسيا د پرمختيا بانک له وړيا مالي مرستو څخه تمويليږي. د ماليې وزيرډاکترعمر زاخيلوال په پيل کې خبرې وکړې او وې ويل: د دغې پروژې د تطبيق هدف د چمتلې له سب ستيشن څخه د کابل جنوب لويديځ سب ستيشن (ارغندي) ته د بريښنا انرژۍ ليږدونه ده چې د ارغندي د انتقالي مزو د پروژي او د٢٢٠ عشاريه ٢٠ کيلو ولټه سب ستيشن په بشپړيدو سره په دغوساحو (دشت برچي ،پغمان او ارغندي کې څلويښت زره کورنۍ له دايمې او ډاډمنې بريښنا څخه ګټه اخلي.
د بريښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي وويل: ټاکل شوې ده په ارغندي چوک کې د شلو ميګاواټو بريښنا په ظرفيت د٢٢٠ کيلو واټه سب ستيشن د ودانۍ د جوړولو کارهم په نږدې را تلونکي کې پيل شي.
د بريښنا شرکت د رييس دڅرګندونو له مخې: د ارغندي سب ستيشن د هيواد جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو ته د بريښنا انرژۍ د ليږدونې او ويش په مقصد د مرکزي سيمې حيثيت لري او په پام کې ده ترقندهار،لوګر ،ګرديز اوخوست پورې د غزني په لور د ٢٢٠ کيلو واټه بريښنا د ليږدونې مزې او دغه راز له  بريښنا کوټ سره د ارغندي سب ستيشن دپيوستون مزې هم وغځول شي.
دبريښنا شرکت مسوولين وايي چې همدا اوس د کابل ښار په سلوکې اويا خلک له بريښنا څخه ګټه اخلي چې په سلوکې شل يې په هيوادکې له توليدي شوي بريښنا څخه او نور يې له واردا تي بريښنا څخه ګټه اخلي.
قرارداد په داسې حال کې چې د افغانستان د ماليې وزير برخه لرله؛ د بريښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي او د هند د(کې،اي ،سي) د تخنيکي او انجنيري شرکت استازى لاسليک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته