کابل باختر د ليندى اوولسمه :
دبغلان ولايت پوليسو دپوهنې په شپږ سوه تنو زده کوونکو نن ژمني جامې اوقرطاسيه وويشله او له هغوي څخه يې دامنيت دتامينولو په مقصد دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغې قوماندانۍ پوليسو ددهنه غوري ديوه منځني ښوونځي له شپږ سوه تنو زده کوونکو سره دژمنيو جامو او قرطاسيې مرسته وکړه .
بشارت زياته کړه ددغې مرستې هدف له خلکو سره دپوليسو داړيکو تامينول او دامنيتي چارو په ټينګښت کې دخلکو همکارى ده .
ده زياته کړه چې پخوا هم دهلکانو اونجونو په ګډون دشپږو ښوونځيو له زده کوونکو سره په پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ کې دغه شان مرستې شوې وي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ