-کابل باختر دکب نولسمه :
د افغانستان په ځينوختيځوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه دغه شان دوام لري .
دغه بريدونه د وروستيو دوو اوونيو په بهيرکې زيات شوي دي .
د رپوټونوله مخې:
په وروستيو دوو شپو او ورځوکې څه ناڅه ٢٠٠ توغندي د افغانستان په ځينو ختيحو سيمو لګيدلي دي .
د ننګرهار او کونړ ولايتونو په دې ورستيو وختونوکې د پاکستاني پوځيانو د راکټي او توپچي بريدونو ډګر و.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل باختر آژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو ددغو بريدونوله امله داستوګنې څو کورونه ويجاړ شوي دي.
ده وويل: د وروستيو اته څلويښتو ساعتونو په بهيرکې يوسلو څليرويشت توغندي د دغه ولايت په ځينوسيمو لګيدلي دي .
له بله پلوه د ننګرهار ولايت ځينو سيمو هم د توغنديو د لګيدو ډګر و .
د ننګرهار ولايت يو پوځي مقام وايي چې د وروستيو اته څلويښتو ساعتونوپه بهيرکې د پاکستاني پوځيانو له خوا درې اويا توغندي ددغه ولايت په ځينو سيمو توغول شوي دي .
دغه راکټي بريدونه د سر زيان نه دى اوښتى .
د ننګرهار او کونړ د ولايتونو د خاص کونړ، ګوشتې، لعل پورې، نازيانو، سرګاڼو او د دانګام په ولسواليو په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا د راکټي او توپچي بريدونو ډګر و .
د افغانستان په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دوى د مرکزي مقاماتو لارښوونې ته په تمه دي چې د پاکستاني پوځيانو دغو بريدونو ته ځواب ورکړي .
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو دغه راکټي بريدونه پنځه کاله مخکې د نوي لمريز کال په ورځوکې پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري .
د هېواد پوځي مقامات وايي چې د دغو پنځوکلونو په بهيرکې پنځلس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا په افغانستان توغول شوي دي چې له امله يې دوه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په زرګونوکورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړې شوې دي .
2 1 دقیقه لوستل