کابل باخترد وري دمياشتې ١٩ :
ټاکل شوې ده د امريکا ددفاع وزارت مرستيال دافغانستان دهوايي پوځ د پياوړتيا او سمبالولو په باب له افغان مقاماتو سره دخبرو لپاره نن کابل ته راورسيږي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه ټکى دامريکا د اردو د لويو درستيزانو دکميټې رييس پرون دافغانستان ددفاع له وزير جنرال بسم الله محمدي سره دخبرو په ترڅ کې بيان کړ.
جنرال بسم الله محمدي د امريکا د اردو د لويو درستيزانو دکميټې له رييس سره په خپلې پرونى ناسته کې د افغانستان دهوايي پوځ د پياوړتيا اوسمبالولو په باب خبرې وکړې اوپه دې برخه کې دامريکا دمتحده ايالاتو د زياتې همکاري غوښتنه وکړه.
داپه داسې حال کې ده چې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي وايي: په اوس وخت کې د افغانستان هوايي پوځ د دافع هوا وسلو او رادار دکمښت په ګډون له جدي ستونزوسره مخامخ دي.
1 1 دقیقه لوستل