امنیت

ملادراني ووژل شو .

کابل باختر د ثور  ٢٦

  دطالبانو  د ډلې يو قوماندان پرون دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ  کې ووژل شول

  دهلمند دوالي ويندوى باختر اژانس ته وويل دطالبانو  مشهور قوماندان  ملا دراني تيره شپه  دنوزاد ولسوالۍ دکاريز ولي  په سيمه کې  دملي اردو دځواکونو  په  ځانګړو عملياتوکې ووژل شو .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه قوماندان داسحق دتروريستي شبکي  يو تن مسوول دي چې دهلمند ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دځانمرګو بريدونو او په واټ کې دماينونو دځاى پرځاى کولو په طرحه کولو کې لاس لري .

 دده د څرګندونو له مخې له ده  څخه يوه پيکا ماشينګنه ، يوه تومانچه ، يوه مخابره  ، دپيکا په سلګونو ګولۍ او يو کلاشينکوف  دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته