ورزش

دافغانستان دبدن دغړو دپالنې ملي ټيم داسيا دجنوب دسياليو داتلوالي نيابت ترلاسه کړ

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٧ :
دافغانستان دبدن دغړو دښکلا ملي ټيم  داتومډالونو په ترلاسه کولو سره  داسيا دجنوب دسياليو داتلوالي دنايب مقام ترلاسه کړ.
دالمپيک دملي  کميټې درسنيو مدير عبدالمحبوب سروري باختراژانس ته وويل  دغه سيالۍ  چې دلړم دمياشتي له ديارلسمي نيټي څخه تر شپاړلسمي نيټي پوري د هندوستان دپنجاب ايالت په لوديانا ښارکې ترسره شوي وي  دهيواد دبدن دغړو دملي ټيم  ورزشکارانو دسرو زرو يومډال ،.  دسپينو زرو پنځه مډالونه او دژيړو دوه مډالونه ترلاسه کړل او ددغوسياليو داتلوالي نيابت يې ترلاسه کړ.
په دغو سياليو کې رامين حسن زاده دسرو زرو مډال ، يوسف صفي  ، هارون عظيمي ، نورالهدا شيرزاد  ، حميد شيرزي او الياس حسن زاده دسپينو زرو مډالونه ، مقيم عاشوري  اوبريالي احمدي دژيړو مډالونه ترلاسه کړل.
په دغو سياليو کې  دافغانستان ، هندوستان ، پاکستان ، بنګله ديش ، نيپال ، سريلانکا ، مالديف اودبوتان ورزشکارانو ګډون کړي وو چې دهندوستان دبدن دغړو دپالنې دملي ټيم ورزشکارانو داتلوالي مقام  اودافغانستان ملي ټيم  داتلوالي    دنيابت مقام او مالديف دريم مقام ترلاسه کړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل  درې  کاله مخکې  دهيواد دبدن دغړو دپالنې دملي ټيم  ورزشکارانو په بوتان کې  له همدغو سياليو څخه ددسرو  زرو درې مډالونه، دسپينو زرو درې مډالونه اودژيړو دوه  مډالونه ترلاسه کړل .
په دغو سياليو کې هم له افغانستان څخه  اتو تنو ورزشکارانو ، دوو تنو ښوونکو  ، يوه حکم  او دوو تنو هياتونو ګډون کړي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته