روغتیا

اووه څلويښتو قابلو دفراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
په لغمان ولايت کې اووه څلويښتو تنو نجونو دقابلګى د روزنيزې دورې له تيرولو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دلغمان ولايت دعامې روغتيا رياست يو خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغو قابلو دسويډن دکميټې په مرسته په لغمان پوهنتون کې د زده کړې دوره تيره کړې ده او ددغو نجونو د زده کړې لګښت دافغانستان لپاره دسويډن دکميټې له خوا ورکړ شوى دى .
دسويډن دکميټې استازى وايي ، دغو نجونو ته دلغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې دکار زمينه برابريږي او تر څو ورځو پورې به په دندو وګومارلې شي.
دغه کميټه دغه راز په پام کې لري چې په راتلوونکې کې روغتيا پالى د زده کړې په مقصد بهر ته واستوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته