قندهار باختر د لړم ۱۲ مه
د قندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږد کې د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ