کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۶مه
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د هېواد د سرحدي مامورينو په بريدکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو د تيرې شپې په نيمايي کې په کامدېش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې نوي له کرښې څخه اخوا د ډار اچوونکو فعاليتونو لپاره راغلي وو.
د هېواد په ختيځ کې يوه پوځي جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په دغه بريدکې د دغې ډلې د دوو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول .
ده وويل چې طالبان د پاکستان له پوځي اډو څخه په آسانۍ سره تېر شول او نورستان ته راغلل؛ خو موږ يې ژوندي پرې نه ښودل .
ختم سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ