سیاست

ايزديار انګلستان ته لاړ .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٥
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په افغانستان کې له ٢٠١٤ کال وروسته  دچلنجونو او فرصتونو ترعنوان  لاندې غونډه کې دګډون په مقصد انګلستان ته روان شو .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
په دې يو ورځنۍ  غونډه کې په چې په لندن ښارکې جوړيږي دجمهوري رياست
او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو او په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو دوتلو او دهغو دپايلو په باب خبرې  اترې  وشي.
ديوبل خبرله مخې : 
دمشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان دګلبهار دنساجي دفابريکې دکارګرانو غوښتنې دماليې وزير  له ادارې معين سره طرحه کړې .
په دې غونډه کې دماليې وزارت ادارى  معين دملي شورا ديو شمير غړو د هيواد دکارګرانو داتحاديې درييس په شتون وويل  :  دګلبهار نساجي  يوسهامي انتفاعي واحد دى  بايد د دوى غوښتنې په يوه غونډه کې چې ددغې فابريکې ټول ونډه وال پکې ګډون ولري طرحه شي.
خو ددغې فابريکې کارګران ادعا کوي چې له ديرشو کلونو راپه دې خوا په دې فابريکه کې کارکوي خو تراوسه پورې د استوګنې کور نه لري. 
دمشرانو جرګې دويم نايب د دوى غوښتنې پرځاى وبللې  او زياته يې کړه چې موضوع به دماليې له وزير سره هم طرحه کړي .
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب دکابل ښار دبي بي مهرو دساحې د يو شمير اوسيدونکو ستونزې  واوريدي.
په دې کتنه کې دخپلو ستونزو د وړاندې کولو په ترڅ کې داستوګنې دځمکې او دخپلو استملاک شويو ملکيتونو د پيسوغوښتنه  وکړه او زياته يې کړه چې کابل ښاروالۍ دنافذو قوانينو له مخې دخپلو پرمختيايي پلانونو دتطبيق په خاطر بايد لومړى  دخلکو دملکيتونو داستملاک پړاونه بشپړ کړي  او وروسته دې دساحې په ويجاړولو لاس پورې کړي .
حاجي ګل افغان د دوى دغوښتنو له  اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې په دې باب  به له کابل ښاروالۍ سره خبرې وکړي.
دغه  راز دمشرانو جرګې دمنشي نايب سيد عزيزالله الفتي دبريښنا شرکت د رييس عبدالرزاق صمدي دخدمتونو په وياړ د مشرانو جرګې ستاين ليک ده   ته   ورکړ او
د ده دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته