کابل باختر دسلواغي دويمه :
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير انجنير اميرزي سنګين نن د فايبر نوري پروژې د پرانستلو په خاطر د غزني ولايت ته سفر وکړ.
د باخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: انجنير اميرزي سنګين په هغې غونډه کې چې د دغې پروژې د پرانستلو له امله جوړه شوې وه؛ خبرې وکړې او ويې ويل چې په هيوادکې د فايبر نوري د پروژې کارڅلورکاله مخکې پيل شوى و او تراوسه پورې د هيواد د شمال په ولايتونوکې بشپړشوى دى او د جنوب په ولايتونوکې د امنيتي ستونزو په دليل لاتراوسه پورې نيمګړى پاتې دى .
ده وويل: په ټوليزه توګه د دغې پروژې په کارکې اووه مليونه امريکايي ډالره لګيدلى دى.
سنګين وويل: نن په غزني ولايت کې د دغې پروژې په عملي کيدو سره ددغه ولايت مرکز دپکتيکا له ولايت، د شمال له ولايتونو او له کابل سره ونښلول شو او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې زياتې اسانتياوې برابر شوې دي.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده هم د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت دغه اقدام ګټور او ارزښتناک وباله.
0 1 دقیقه لوستل