نړۍ

يو ملا له خپل زوى سره پاکستاني طالبانو ته دپيسود ليږدونې په تورپه امريکاکې محاکمه کيږي.

واشنګتن– باختر دمرغومې شپاړلسم :
دامريکا يو فدرالى څارنوال وايي : سندونه ښي چې ديو جومات امام او دهغه زوى پاکستاني طالبانو ته د زرګونو ډالرو دبرابرولولپاره کار کړي دي چې هغوى په امريکايي هدفونو بريد وکړي.
څارنوال جان شيبلي دجمعې په ورځ وويل : دغه کسان چې دميامي په محکمه کې محاکمه کيږي داسلامي عقيدو په تحريفولوسره دغه عمل ترسره کړي دي .
اووه اويا کلن حافظ خان او دهغه شپږ ويشت کلن زوى اظهار خان هغه تورونه چې ترورستانوته دمالي مرستې توطيه وه قبول نه کړه په دوى باندې تورلګول شوى دى چې څه دپاڅه پنځوس زره ډالره يې دپاکستاني طالبانو ته ليږلې، ددغو دوو تنو مدافع وکيلانو دغه تورونه ردکړي دي او ويلى يې دي چې څارنوالانو دتورنو کسانو دخبرو او فعاليتونو څخه غلطه برداشت کړي دي.
حافظ خان دميامي دجومات امام و او زوى يې دفلوريدا ايالت ديوجومات امامت کاوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته