کابل باختر د لړم ديرشمه :
دسرپل ولايت په مرکز کې د اوبو دوه بندونه ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
ټاکل شوې ده د دغو دوو بندونو په جوړيدو سره دڅه دپاسه دوه زره پنځه سوه جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شي .
دسرپل ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمد جعفر اميرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل ، چې دغه بندونه د يوسلو نوي مترو په اوږدوالي جوړ شوي دي او دڅه ناڅه دوه زره پنځه سوه جريبه کرنيزې ځمکې دخړوبولو وړتيا لري .
ويل کيږي چې دکرنې اواوبو لګولو وزارت ددغو بندونو په جوړولو کې نږدي درې مليونه افغاني لګولي دي .
ټاکل شوې ده له دغو بندونو څخه د سرپل ښار په مربوطاتو کې د پنځو سيمو بزګران دخپلو کرنيزو ځمکو دخړوبولو لپاره کار واخلي .
دسرپل ولايت مرستيال عبدالغفور دستيار له دغو بندونو څخه دګټې اخستنې په مراسمو کې وويل ، چې دغه پروژې دکرکيلې په ښه والي او دکرنيزو محصولاتو په وده او دبزګرانو داقتصاد په پياوړي کولو کې ګټورې دى .
په همدې حال کې هغه بزګران چې ددغو بندونو له اوبو څخه ګټه اخلي وايي چې
له دي وروسته کولاى شي په آساني سره په کرکيلي لاس پورې کړي .
0 1 دقیقه لوستل