کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
د ستاره فوټسال لوبډلې په کندز کې د فوټسال سياليو اتلولي خپله کړه.
دغه ټيم په پايلوبه کې وکولاى شول داستقلال ټيم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام ترلاسه کړي.
دغه سيالۍ (موږ سوله غواړو) ترشعار لاندې دکندز د اتو ټيمونوترمنځ دکندز ښار په لوبغالي کې پيل شوې وې.
د ستاره له ټيم څخه محمد انعام د زياتوګولونو په وهلو سره دګول د ښاغلي او د استقلال له ټيم څخه مصطفى د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شول.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ