امنیت

په ايران کې په يوه ترافيکي پيښه کې پنځلس تنه ايرانيان او افغانان ووژل شول

تهران بي بي سي  دليندۍ دمياشتې ٢١:
دايران په اصفهان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله  ١٥ تنه ايرانيان او افغانان  ووژل شول .
نن سهار يو ميني بس موټر  او درېو نورو موټرونو داصفهان ولايت  په نائين  ښارګوټې کي  له يوبل سره ټکر وکړ  چې له امله يې  څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول او يو شمرنور ټپيان شول.
دايران داسلامي جمهوريت دراډيو اوټلويزيون ويب سايټ  ددغې پيښې ځاى  دنائبين  ښارګوټي آزاد اسلامي پوهنتون ته څيرمه بللى دى او ويلي يې دي چې
يو ميني بس موټر  او دريو  نورو موټرونو له يوبل سره سخت ټکر وکړ.
داصفهان ولايت پوليسو ويلي دي چې په دې پيښه کې  دپجيرو موټر يوولس تنه  سپاره افغان او يو ايرانى او دميني بس موټر دوه تنه سپرلۍ او ديو بل موټر يوه سپرلۍ وژل شوي دي  او ددوو افغانانو په ګډون شپاړلس تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى غير مجاز ګړندى تګ  او دافغاني اتباعو دسپرلۍ دپجيرو موټر  په کنترول  دچلوونکي  کمزورتيا ددغې پيښې عامل بللى دى.
دتصنيم خبري  آژانس په يو رپوټ کې ويلي دي چې په دې پيښه کې څلورو واړو  موټرونو اور اخيستى دى.
دايران داسنا دخبري آژانس دخبرله مخې :  دهلال احمر دمرستې او ژغورنې دسازمان ويندوى هم په دې پيښه کې دپنځلسو تنو  وژل کيدل تائيد کړي دي.
په ايران کې دچلونې  مرګانۍ پيښې  ډيرې زياتي کيږي  او دغه هيواد ددغه شان پيښو دسردزيان دشمير له پلوه دنړيوال جدول په سرکې ځاى لري.
دموټرونو فني نيمګړتيا او ايمني ټکو نه پاملرنه ، دلارښوونې او چلوونې دمقرراتو  نه ر عايتول  او دواټ دشرايطو نامناسب والى په ايران کې دچلونې دپيښو درامنځته  کيدو اصلي عوامل بلل شوي دي.
دغه راز ځينو کورنيو خبرځايونو ويلي دي چې  له مصيبت ځپلو کسانوسره دمرستې دتشکيلاتو کمزورتيا  او نه اغيزمنتوب په ايران کې دترافيکي پيښو له امله  دمړېني دشمير دزياتوالي سبب کيږي :

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته