کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
د هرات ولايت چارواکي وايي،د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل ؛ دغه نښته پرون په چشت شريف کې رامنځته شوه چې له امله يې ١٥ تنه مړه او اته تنه نورټپيان شول. د فرهاد دڅرګندونوله مخې ؛ په دې نښته کې يو افغان سرتېری او يو تن پاڅون کوونکى شهيدان شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ