ښوونه او روزنه

د سرايچه علي خان د نجونو ښوونځى پرانيستل شو

کابل / د غويي٣١ مه / باختر
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د سرايچه علي خان د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وويل چې د سرايچه علي خان د نجونو لېسې نوې ودانۍ د ملګروملتو سازمان د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ په مالي مرسته د ١٧ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ ١٢ درسي او ٤ اداري خونې، د لمريزې انرژۍ بشپړ سيستم، د څښاک روغتيايي اوبو، عصري تشنابونه، مېز او څوکۍ، کمپيوټر خونه او نور تجهيزات لري چې د دغې ودانۍ په پرانيستلو سره د درسي خونو د کمښت له پلوه د ١٨٠٠ زده کوونکو ستونزه لرې شوې ده.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته