امنیت

اووه طالبان په روزګان کې ووژل شول

-کابل / د غويي لومړۍ / باختر
اووه وسله وال طالبان په روزګان کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول او يوشمېر نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ترينکوټ ښار په خانقا ساحه او د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې پر طالبانو له هوا او ځمکې بريدونه وشول.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوليسو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٨ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته